ads

اروزګان كې د ۲۰ وژل شوو كسانو او ټپيانو كورنيو سره مرسته وشوه

په اروزګان ولايت كې پرون د ۲۰ تنو وژل شوو او ټپيانو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د دغې مرستې د وېش په مهال د اروزګان والي محمد نذير خروټي وويل، له شلو هغو ملکي کورنيو سره يې مرسته وكړه، چې د خپلو کورنيو غړي يې يا وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
6 زمری 1396

هغه زياته كړه، د هر وژل شوي كس كورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د خروټي په وينا، ۱۳ ميليونه نورې افغانۍ هم ور رسېدلي، چې په نږدې راتلونكې كې به د يو شمېر نورو وژل شوو كسانو او ټپيانو كورنيو ته وركړل شي.
د اروزګان والي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې په مهال دې د ملکي کسانو د سر او مال خونديتوب ته ډېر پام وکړي، خو امنيتي ځواکونو ته يې هم لارښوونه وکړه، چې د خپلو هېوادوالو سر او مال خوندي کړي.
د مرستې د وېش په مهال د اروزګان د مستوفيت سرپرست رحيم الله هېوادمل وويل، چې د وژل شوو كسانو او ټپيانو كورنيو ته دغه پيسې د هېواد له ملي بوديجي څخه ورکړل شوې.
بل لور ته هغه کسان، چې د کورنيو غړي يې وژل شوي او يا ټپيان شوي، له دولت څخه د مننې ترڅنګ د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کوي، چې د جګړې په وخت دې د عامو خلكو ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.
دوى د ورته نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۱ مياشتو کې په اروزګان ولايت کې د جګړو په مهال د ولايتي روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې سلګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA