د پکتيا کرکټ لوبډله د الکوزي – سيد جمال الدين جام سياليو اتله شوه

د پکتيا کرکټ لوبډلې د الکوزي – سيد جمال الدين جام سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري له شاوخوا لسو ورځو راپدېخوا په ننګرهار او خوست ولايتونو کې د لسو لومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ تېره ورځ د پکتيا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.