چين: هند دې له دوکلام سيمې خپل پوځيان وباسي

چين له هند څخه غوښتي، چې په ګډ سرحد کې له لانجمنې سيمې خپل پوځيان وباسي.
د چين دولتي خبري اژانس شينهوا د چارواکو له قوله ويلي، که چېرې هند له لانجمنې سيمې خپل پوځيان و نه باسي، دوى به مذاکرات ترسره نه کړي.