د ښرنې مرکزي پارک په شاړه بدل شوی

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یوازینی وړوکی پارک هم اوس په شاړه بدل شوی دی.
د دې ولایت د ولسونو په خبره چې پر یاد پارک څو ځلې سلګونه زره افغانۍ لګښتونه شوي، خو د رغنیزو کارونو د څارنې او پالنې د نه شتون له کبله په شاړه بدل شوی.