د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یوازینی وړوکی پارک هم اوس په شاړه بدل شوی دی.
د دې ولایت د ولسونو په خبره چې پر یاد پارک څو ځلې سلګونه زره افغانۍ لګښتونه شوي، خو د رغنیزو کارونو د څارنې او پالنې د نه شتون له کبله په شاړه بدل شوی.
ولسونه همدارنګه د پکتیکا ولایت ښاروالۍ په دې برخه کې په پراخ فساد تورنوي.
د ښاروالي ریاست اوسنۍ اداره بیا په دې پارک کې د شوي فساد پړه پر تېره اداره ور اچوي او وايي، چې د کارونو څارنه یې نه ده شوې، خو اوس یې د بیا رغولو نیت لري.
پکتیکا په ټوله کې هېڅ داسې د سیل ځای نه لري، چې خلک د خوشالیو په ځانګړو ورځو کې ورشي او له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یو ځای په کې مېلې او بانډارونه وکړي.
د پکیتکا ولایت په مرکز ښرنه کې یوازینی وړوکی پارک چې د دې ولایت په ښاروالۍ ریاست پورې اړوند دی، هم نږدې دی چې له منځه لاړ شي.
مدني فعال عبیدالله سروضوال یاد پارک په پکتیکا کې د فساد تر ټولو لویه نښه بولي او زیاتوي، چې پر دې ځای څو ځله زیات لګښتونه شوي، خو کارونه یې بې کیفیته او پیسې یې شخصي جېبونو ته تللې دي.
یوبل ځوان سیف الله هم وايي، چې په دې پارک کې څو ځله په یو او بل نوم بېلابېلې پروژې پلې شوې، خو د دې پر ځای چې ښکلا پیدا کړي او خلک ور ته د سیل لپاره راشي حالت یې ورځ تر بلې مخ په ځوړ دی.
نوموړی زیاتوي چې پانګوال غواړي په شخصي لګښت یاد پارک په قرارداد واخلي او د تفرېح او لوبو لپاره مختلف ځایونه په کې جوړ کړي، خو د ښاروالۍ ریاست هېڅ علاقه نه ښيي.
د پکتیکا پوهنتون یو تن محصل محمدابراهیم هم کلید ته وویل، چې د مطالعې لپاره هېڅ داسې شین او ارام ځای نه لري چې هلته ورشي او مطالعه په کې وکړي.
دی غوښتنه کوي، چې دولت دې سربېره پر ښرنې په ولسوالیو کې هم د تفرېح او ساعت تېري لپاره شنه ځایونه او پارکونه جوړ کړي، تر څو خلک له خپلو کورنیو او ملګرو سره یو ځای په کې تفرېح وکړي.
د پکتیکا ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین بیا که څه هم د ښرنې په مرکزي پارک کې شوی فساد نه ردوي، خو پړه یې د دې ادارې پر تېرې رهبرۍ ور اچوي.
د یاد ریاست سرپرست تاج محمد صمیم وايي چې د ښرنې او نورو لویو ولسوالیو د ښارونو د سرسبز کولو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.
نوموړی زیاتوي، چې د ښرنې پارک د جوړولو لپاره یې هم له یو ډونر سره خبرې روانې دي، تر څو په کې د لامبلو ځایونه، د لوبو مختلف سامانونه، زانګو ګانې او چمنونه جوړکړي، چې په دې سره به یې هم دولت ته عواید ورځي او هم به ولسونو ته د ساعت تېري زمینه برابره شوې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښرنې ښار په مامورینو ښارګوټي کې یو پکتیکاوال سوداګر غواړي په شخصي لګښت د تفرېحي پارک تر څنګ د کرېکټ معیاري لوبغالی هم جوړ کړي، چې بېلابېل سهولتونه به ولري؛ خو د ښار جوړولو وزارت ور سره د جوړولو موافقه نه کوي او چارې یې لا هم نه دي پیل شوې.


