په سينګاپور کې د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن سهار له ماليزيا څخه په لوى توپير وګټله.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ماليزيا لوبډلې په ۲۱ اعشاريه ۵ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۳ جوړې كړې او افغانستان ته يې ۵۴ منډې هدف وټاكه.
خو افغان لوبډلې دغه هدف په ۵ اعشاريه ۴ اورونو كې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او د ماليزيا لوبډلې ته يې په اتو وېكټو ماتې وركړه.
د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې دغو سياليو ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړل.
په دې سياليو كې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.
افغان لوبډله به خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه سبا د كوربه هېواد سينګاپور په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


