ads

د کندهار په نادري روغتون کې له هنده د ناروغانو انلاین درملنه کېږي

په کندهار کې یوه نوي خصوصي روغتون چې تر ډېره به يې روغتیايي چارې د هندي ډاکټرانو لخوا پر مخ وړل کېږي په فعالیت پیل وکړ.

نویسنده: sarwan
25 چنګاښ 1396
د کندهار په نادري روغتون کې له هنده د ناروغانو انلاین درملنه کېږي

په کندهار کې یوه نوي خصوصي روغتون چې تر ډېره به يې روغتیايي چارې د هندي ډاکټرانو لخوا پر مخ وړل کېږي په فعالیت پیل وکړ.
د نادري روغتون رييس محمد اشرف نادري ددې روغتون په پرانیست غونډه کې وويل، د دې روغتون ځانګړتيا دا ده، چې له هند سره د يو قرارداد له مخې به ځيني ناروغان په انلاين توګه د هندي ډاکټرانو له خوا تداوي کېږي.
د ډاکټر نادري په وینا چې تر دې مهاله ۱۵۳ ناروغان له دې لارې تداوي شوي دي.
نادري په خپله وينا کې د عامې روغتيا له رياسته غوښتنه وکړه، چې د دولتي او شخصي روغتونونو د همږغۍ لپاره دې يو ګډ ميکانيزم جوړ کړي او روغتونونه دې ولس ته د ښه خدماتو او باکيفيته درملو په وړاندې کولو سره سالم رقابتونه وکړي.
د کندهار د عامې روغتیا ريیس محمد عظم زمریال په دې مراسمو کې وويل، چې په کندهار کې روغتيايي وضعت تر پخوا ښه شوی او د ښه خدماتو په وړاندې کولو سره تر ډېره هېوادوال مو نورو هېوادونو ته د تداوي د تګ څخه را ګرځېدلي دي.
هغه له سوداګرو وغوښتل، څو په هغو روغيتايي برخو کې پانګونه وکړي، چې دامهال ورته زياته اړتيا ده.
ډا کټر زمریال وايي، چې د شکر، پښتورګو، زړه او یوه شمېر نورو ناروغیو د تداوۍ لپاره په کندهار کې خصوصي روغتیایي کلینیکونو ته اړتیا لیدل کېږي، چي باید ملي سوداګر په دغه برخه کې پانګونه وکړي.
د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال اغا لالي دستګيري د نادري روغتون له مسوولينو وغوښتل، چې معياري خدمات وړاندې کړي او په راتلونکي کې د عامې روغتيا رياست له معيار سره سم خپله ودانۍ جوړه کړي.
کندهار دا مهال له دولتي اړخه د شاوخوا ۴۰ فیصده روغتیايي خدماتو برخه من دی او شاوخوا ۶۰ فیصده خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA