ads

د غیرمعياري سندرو مخه نیول کېږي

دکندهارد سندرغاړو ټولنې مشر وايي، دوی له دې وروسته په کندهار کې يوازې هغه چاته د سندرو ویلو جواز ورکوي چې سندرغاړی وي، په موسيقۍ پوه شي او يوازې په موسيقۍ سوداګري کوونکی نه وي.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396
د غیرمعياري سندرو مخه نیول کېږي

دکندهارد سندرغاړو ټولنې مشر وايي، دوی له دې وروسته په کندهار کې يوازې هغه چاته د سندرو ویلو جواز ورکوي چې سندرغاړی وي، په موسيقۍ پوه شي او يوازې په موسيقۍ سوداګري کوونکی نه وي.
نعمت الله کندهاری زیاتوي چې تر جواز ورکولو وروسته هېڅ هنرمند اجازه نه لري چې غیر اخــلاقــي شعرونه له موسیقۍ سره ثبت یا په محفل کې وړاندې کړي.
د کنــدهـــار د هــنرمنــدانــو د ټــولنې مسوول او پېژندل شوی سندرغاړی نعمت الله کندهاری زیاتوي: ((د اطلاعات او فرهنګ او ښاروالۍ ریاستونو په همکارۍ به په کندهار کې مېشتو سندرغاړو او هنرمندانو له ډلې يوازې هغه چاته د فعالیت جواز لیک ورکړو چې په رښتیا سره هنرمند وي.))د کندهار د سندرغاړو ټولنې مسوول همدا راز وايي، دا مهال د ښار په بېلا بېــلــو سیمو کې داسې کسانو د سندرغاړو او موسیقۍ ږغوونکو په نامه دفترونه پرانېستي چې یوازې يې د پيسو ګټل موخه ده. د کندهاري په خبره تراوسه دوی تر دوه نیم سوه د ډېرو موسیقۍ ږغوونکو او سندرغاړو نومونه لیکلي چې تر پلټنې وروسته به وړ کسانو ته د کار اجازه ورکړل شي: ((دفــتــرونـــه ډېــرو خلاص کړي دي، خو ډېری يې هنرمندان نه دي، باغونو کې کار کوي، کله چې محفل نيسي، له سندرغاړي پيسې اخلي او بیا يې هلته محفل ته بیايي، ما ښاروال ته هم وويل چې زه د داسې کسانو ضمانت نه کوم، يوازې د هغه چا ضمانت کوم چې واقعي سندرغاړی وي.))هغه زیاتوي، دوی په دې اړه له سيمه ييزو راډیوګانو هم غواړي، يوازې هغه سندرې خپرې کړي چې موسیقي او شعر يې د خپرېدو وړ وي. د کندهار د سندرغاړو ټولنې مشر همداراز وايي چې د اصلي موسیقۍ او د سندرو طرزونه تر ډېره له پامه لوېدلي دي، له همدې کبله دوی پلان لري چې د موسیقۍ الات ږغوونکي او سندرغاړي هم وروزي، ترڅو دغه مخ پر ښکته حالت یوځل بیا پورته او خپل اوج ته ورسېږي.کندهاری زیاتوي: ((موږ ته دې سيمه ييزه کندهارۍ موسيقي را زده کړي، دلته بنجو غږوونکی، ارمونيه غږوونکي او رباب غږوونکي کندهاریان دي، نو کندهاري موسيقي خپله کندهاريان ښه زده کولی شي، دوی دېرش کسان د سيمه ييزې موسيقي د زدهکړې لپاره غواړي خو زه وايم چې شپږ کسان دې شامل کړي خو سم يې دې و روزي.)) د کندهار عام اوسېدونکي او د موسیقي مینهوال په دغه ولایت کې د هنرمندانو د ټولنې د بیا فعالېدو له کبله خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د دغه ټولنې له لارې دې د مبتذلې موسیقۍ مخ راوګرځول شي او اصلي موسیقۍ ته دې کار وشي. د دوی په قول، که دغه ټولنه په رښتیا سره کار وکړي، نو خورا ښې لاسته راوړني به ولري.
د کندهار يو اوسېدونکی وايي: ((که موږ غواړو کندهاري موسيقۍ ته پرمختګ ورکړو، د همداسې يوې ټولنې له لوري يې ورکولی شو، لکه دا اوس چې جوړه شوې ده، په دې سره داسې البومونه ثبت کېدای شي چې ټول هېواد کې به کندهاري موسيقي مشهوره شي.)) د ولي جان ابراهيمي په نوم د کندهار اوسېدونکی وايي: ((دا نوې جوړه شوې ټولنه دې د سندرغاړو ويل شوو شعرونو ته هم پام وکړي، ډېری سندرغاړي داسې شعرونه وايي چې د اورېدو وړ نه دي، دولت دې هم د دې بدبختيو مخه ونيسي.))
په کندهار کې د هنرمندانو ټولنې داسې مهال دې وضعیت ته پام اوړي چې په دغه ولایت کې د موسیقۍ حالت ورځ تربلې د مبتذل والي او کمزورۍ خواته روان دی.
د کندهار د موسیقۍ پلویان وايي، دا مهال یو زیات شمېر کسان د سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو په نامه داسې سندرې، تش په نامه شعرونه او موسیقي ږغوي چې د کندهار موسیقي بدرنګوي ځکه چې دا ډول سندرې هېڅ د اورېدلو وړ نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA