ډېری وخت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي يو سبب هم بي وزلي او په ځانګړي ډول د ښځو د اقتصادي ځواک نشت وي. خو داسې ښځې هم لږې نه دي چې له خپلو خاوندانو سره د حلال رزق په ګټلو کې اوږه په اوږه کار او مرسته کوي.
له دې ډلې يوه هم امنه شريفي ده چې اووه كاله وړاندې يې د لاسي صنايعو په توليد پیل وکړ، د كورني اقتصاد په رغولو کې يې هڅې پیل کړې او د ماشومانو د جامو، د خوب ځايونو او ښځينه جامو په اوبدلو او ګنډلو کې يې خپل مهارت وکاراوه.
نوموړې وايي، له هغه وروسته چې نور يې دا کار هومره اغېزناک نه وو او د توکو پېرونکي يې کم شول، نو بل کسب ته يې مخه کړه او په يوه مارکېټ کې يې د جامو د پلورونکې په توګه کار پيل کړ: ((درې كاله كېږي چې د خديجه الكبرا په ماركېټ كې مې يو پلورنځی په كرايه كړی چې پکې چينايي، پاكستاني او هندي جامې پلورم.))
شريفي زياتوي چې د هرات ولايت سوداګرو ښځو په هر كار كې خپلې وړتياوې ښودلې او تل په دې هڅه كې دي چې د پام وړ كارونه ترسره کړي، خو په وروستيو څو كلونو كې د هغوی لپاره هېڅ داسې اوږد مهاله پروژه چې په اقتصادي وضعيت كې يې بدلون رامنځته كړي، نه ده عملي شوې او نه هم چا مرسته ورسره كړې: ((د اوو كلونو سوداګريز كار په بهير كې هېڅ چا هم راسره مرسته نه ده كړې او نه يې هم راته لارښوونه كړې.))
نوموړې که څه هم د خديجه الكبرا په ماركېټ كې د دوكانونو له لوړې كرايې اندېښمنه ده، وايي په اسانۍ سره يې نه شي پوره کولای خو بیا هم نوموړې د خپل لاس له ګټې راضي ده او په خپل کار وياړي: ((كه هر څومره د كور نارينه كار وكړي او ډېرې پيسې وګټي، خو ښځو ته هم په كار ده چې كار وكړي او چاته لاس اوږد نه كړي.))
كه څه هم د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د شمېرو پر بنسټ د سوداګرۍ په برخه كې د ښځو ونډه هر كال ۳۰ فيصده زياتېږي او ښځې تر ډېره د وچو مېوو، د غاليو پروسس او زرګرۍ په برخه كې فعاليت لري، خو يو شمېر سوداګرې ښځې لا هم ګیله لري چې د ټولنې ذهنيتونه د هغو ښځو په وړاندې چې غواړي د يو ګټور كار په ترسره كولو سره له خپلې كورنۍ او ټولنې سره مرسته وکړي، له تبعيضه ډک دي او غواړي د ښځو د پرمختګ خنډ وګرځي.


