ads

پکتیکا کې د کرکټ دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د نشه یي توکو په ضد د مبارزې ریاست له لوري له نشه يي توکو د پاکې ټولنې تر سرلیک لاندې د كركټ دوه ورځنۍ سيالۍ، چې لسو لوبډلو په كې برخه اخيستې وه، د علي بابا لېسې د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

نویسنده: sarwan
22 چنګاښ 1396
پکتیکا کې د کرکټ دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د نشه یي توکو په ضد د مبارزې ریاست له لوري له نشه يي توکو د پاکې ټولنې تر سرلیک لاندې د كركټ دوه ورځنۍ سيالۍ، چې لسو لوبډلو په كې برخه اخيستې وه، د علي بابا لېسې د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د پکتیکا مرستیال والي عطاء الله فضلي د سیالیو د ارزښت په اړه لوبغاړو او ځوانانو ته خبرې وکړې او ځوانانو ته یې د نشه یي توکو زیانونه بیان کړل.
فضلي وویل، نشه یو داسې عمل دی، چې انسان په ژوند کې له بېلابېلو بدمرغیو سره مخ کوي او د ګڼو روغتیایي ستونزو ترڅنګ یې له ټولنیزو بدبختو سره لاس او ګرېوان کوي.
د پکتیکا مرستیال والي ځوانان وهڅول، چې له نشو لرې واوسي او خپلو زده کړو ته پاملرنه زیاته کړي.
د فضلي په وينا، ولایتي اداره هڅه کوي، چې ځوانانو ته د سپورټ زمینې برابرې او د لوبو ترسره کولو لپاره ورته معیاري لوبغالي جوړ کړي.
د پکتیکا ولایت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې رئیس امېد ملک وویل، یادې سیالۍ یې په دې موخه جوړې کړې، چې ځوانان د نشو پر ځای سپورټ او زده کړو ته مخه کړي او هم نور خلک وهڅوي، چې له هر ډول نشو کولو لاس په سر شي.
په دغو سياليو كې لسو لوبډلو برخه اخیستې وه او پایلوبه یې د عالي بابا لېسې د کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
ګټونکې لوبډله او د سیاليو غوره لوبغاړي په ډالیو او نغدي جایزو ونازول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA