ads

د افغانستان او اېم سي سي ترمنځ د كركټ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده

د لندن په لارډز لوبغالي كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې او د ماريلېبون كركټ كلب يا د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ يو ورځنۍ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

نویسنده: sarwan
21 چنګاښ 1396
د افغانستان او اېم سي سي ترمنځ د كركټ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده

د لندن په لارډز لوبغالي كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې او د ماريلېبون كركټ كلب يا د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ يو ورځنۍ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.
دا لوبه تېره ورځ د افغانستان په وخت ماسپښين دوه بجې او دېرش دقيقې پيل شوه، پچه يې د اېم سي سي يا د ماريلېبون كركټ كلب وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
دغې لوبډلې په ۴۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۷ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې ۲۱۸ منډې هدف وټاكه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په پنځو اورونو كې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۳۱ منډې وكړې، خو لوبه د باران له كبله بې پايلې اعلان شوه.
شاه پور ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړى وټاكل شو، نوموړي په اتو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.
دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله په لارډز لوبغالي كې د ماريلېبون كركټ كلب لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وتلې وه.
د كركټ ملي لوبډلې دغې تاريخي سيالۍ ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA