ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د لندن په لارډز لوبغالي كې ماريلېبون كركټ كلب يا د نړۍ له غوره يوولس کسيزې لوبډلې سره يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت ماسپښين دوه بجې او دېرش دقيقې پيل شي.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د كركټ ملي لوبډلې دغې تاريخي سيالۍ ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، د کرکټ ملي لوبډلې د اېم سي سي يا ماريلېبون كركټ كلب په وړاندې د يو ورځنۍ لوبې لپاره د مشر روزنکي لالچند راجپوت په مشرۍ غونډه وکړه.
د دغه كلب مشر څو ورځې وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې لاسته راوړنې حيرانوونکې وبللې او ويې ويل، چې په لارډز لوبغالي کې په نړيواله کچه د يادې لوبډلې لوبه د افسانوي کيسو په څېر ښکاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


