امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت په اړوندو کې یې پاکستان ته د هغو ۲۵ ماشومانو د انتقالولو مخنیوی کړی، چې وسله والو د مدرسې په پلمه د تروریستي اعمالو د زده کړې لپاره د کوټې ښار بای پاس قرارګاه ته لېږدول.
د غزني سرپرست امنیې قومندان سمونوال محمد مصطفی مایار تېره ورځ مازدیګر ناوخته د یوې خبري ناستې پر مهال چي نیول شوي ماشومان یې هم رسنیو ته وښودل وویل، چې وسله والو دغه ۲۵ تنه ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۲ کلونو تر منځ وو، د دې ولایت د اندړو، دې یک او واغز ولسوالیو له اړوندو څخه تښتولي او غوښتل یې پاکستان ته یې د تروریستي بریدونو د زده کړې لپاره انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د غزني ولایت د قره باغ او آب بند ولسوالیو پولیسو دغه ماشومان د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د یادو ولسوالیو له اړوندو څخه را ګرځولي او په تړاو یې څلور تنه هم نیولي دي.((دغه ماشومان ډېری یتیمان دي، چې ۲۲ تنه یې د اندړو ولسوالۍ، دوه تنه یې د دې یک او یو تن یې د واغز ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تروریستانو غوښتل دوی د تروریستي اعمالو د زده کړې لپاره د کوټې بای پاس قرارګاه ته انتقال کړي.))
امنیې قومندان وایي، پر دغو ماشومانو داسې درمل خوړل شوي وو، چې هغوی په ساعتونو خبرې نشوای کولای.(( دوی ته یې داسې درمل ورکړي، چې نه د خبرو توان لري او نه هم درک او شعور.))
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


