د هرات امنیتي چارواکي وایي، چې دوه تنه نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو په یاد ولایت کې د چاقو په وهلو سره یو کس وژلی او یو کس يې ټپي کړی دی.
د هرات د والي ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، چې دا پېښه پرون مازدیګر د یاد ولایت ګذره ولسوالۍ ته څېرمه په تپه کلي کې رامنځته شوې ده.
ولیزاده د یادې پېښې علت شخصي ستونزې بللې او ټنیګار لري چې عاملین يې پېژندل شوي او پولیس هڅه لري تر څو هغوی ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
له بل لوري د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، چې یاد کسان کاکا او واره دي چې تېر مازدیګر یاد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د شېرزي په وینا، یو ۲۲ کلن ځوان هلک وژل شوی او د هغه کاکا ټپي شوی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی.


