ads

ننګرهار کې له مرکزي زندانه ۳۰ بنديان ازاد شول

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د جمهور رییس د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت مرکزي زندان څخه ۳۰ تنه بندیان ازاد او د ۲۴ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
ننګرهار کې له مرکزي زندانه ۳۰ بنديان ازاد شول

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د جمهور رییس د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت مرکزي زندان څخه ۳۰ تنه بندیان ازاد او د ۲۴ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني له لوري د مجاهدینو د بریا د ورځې او د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ننګرهار له مرکزي زندان څخه ۳۰ تنه بندیان ازاد شول، چې په کې ۵ تنه ښځې هم شاملې وې.
سرچینه وایي، چې ددغه فرمان له مخې د هغو ۲۴ بندیانو د بند په موده کې هم کموالی راغی چې زیاته موده یې په زندان کې تېره کړې وه.
د ننګرهار له مرکزي محبس څخه دا لسګونه بندیان په داسې حال کې ازادېږي، چې لاهم د هېواد په ګڼو زندانونو کې په سلګونه خلک د بېلابېلو جرمونو د ترسره کېدو له کبله بندیان دي، خو یو شمېر یې بیا له دوی سره د عدالت نه پلي کېدا او دوه ګونې چلند باندې مسوولین تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA