ads

نامالومو وسله والو جلال اباد ښار کې يو کس په ډزو وواژه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار زړه مخابراتو چوک کې یو کس د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
نامالومو وسله والو جلال اباد ښار کې يو کس په ډزو وواژه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار زړه مخابراتو چوک کې یو کس د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار مخابراتو چوک کې د نامعلومو وسله والو له لوري د ښېوې ولسوالۍ د کوټې تارانو د سیمې یو اوسېدونکی په ډزو سره وژل شوی دی.
نوموړی وایی، دوی سیمې ته امنیتي ځواکونه لېږلي ترڅو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
بل لور ته بیا له سیمې یو شمېر هټۍ والو کلید ته وویل، چې د دوو موټر سایکل سپرو له لوري په یو تن ډزې وشوې او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شول.
تر اوسه پورې ددغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA