ads

لوګر کې د امنيتي ځواكونو عملياتو ۱۶ وسله وال مخالفين وژل شوي

په لوګر کې د امنيتي ځواكونو عملياتو كې د دولت ۱۶ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د محمداغې ولسوالۍ په اب پران سيمه کې د ګډو ځواکونو لخوا پرون سهار څلور بجې عمليات پيل شوي وو، چې مازديګر پاى ته ورسېدل.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396

د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په نتيجه کې ۱۶ وسله وال مخالفين ووژل شول، د هغوى اته بوشكه يي ماينونه او ۱۰ عرادې موټر سايکلونه، چې په يوه مسجد کې يې ځاى پرځاى کړي وو، کشف او له منځه يوړل شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA