ads

سبا د لسو ولايتي كركټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پيلېږي

ټاكل شوې سبا په خوست او ننګرهار ولايتونو كې د کورني کرکټ د لومړۍ درجې ولايتي لوبډلو ترمنځ د سيد جمال الدين افغان په نوم يو ورځنۍ سيالۍ پيل شي.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
سبا د لسو ولايتي كركټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پيلېږي

ټاكل شوې سبا په خوست او ننګرهار ولايتونو كې د کورني کرکټ د لومړۍ درجې ولايتي لوبډلو ترمنځ د سيد جمال الدين افغان په نوم يو ورځنۍ سيالۍ پيل شي.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې دغه سيالۍ به د روانې جولاى مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.
په دغو سياليو كې لس ولايتي لوبډلې، چې په كې د ننګرهار، پکتيا، کندهار، خوست، ميدان وردګ، بلخ، لوګر، کابل، لغمان او د کوچيانو لوبډلې شاملې دي، ګډون لري.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي او هره ورځ به څلور لوبې د خوست او ننګرهار په څلورو بېلابېلو لوبغالو کې ترسره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA