ads

جمهور رئيس غني له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د امريکا د نوې ستراتېژۍ هرکلى وکړ

د امريکا حکومت له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې پر نوې ستراتېژۍ کار کوي او غواړي د دې ستراتېژۍ لپاره د افغانستان د حکومت او جمهور رئيس له نظرونو او مشورو ګټه پورته كړي.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
جمهور رئيس غني له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د امريکا د نوې ستراتېژۍ هرکلى وکړ

د امريکا حکومت له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې پر نوې ستراتېژۍ کار کوي او غواړي د دې ستراتېژۍ لپاره د افغانستان د حکومت او جمهور رئيس له نظرونو او مشورو ګټه پورته كړي.
دا څرګندونې د امريکا د نشه ‌يي توکو او د قانون د حاکميت په چارو کې د نړيوال بنسټ مرستيال ويليم براون فيلډ تېره ورځ په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د ويليم براون فيلډ
له قوله راغلي، جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې برخه کې جدي او کلکه اراده لري او دا چې افغانستان د نشه ‌يي توکو ستر توليدوونکى هېواد دى، نو ياده ستراتېژي پر افغانستان هم خپلې اغېزې لرلى شي.
بلخوا جمهور رئيس غني له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د امريکا د نوې ستراتېژۍ هرکلى وکړ او زياته يې كړه، تروريستي ډلې او د نشه ‌يي توکو نړيوالې جرمي شبکې په يو بل پورې تړلې دي، يو بل پياوړې کوي او بايد د ټولو په ضد ګډه مبارزه وشي.
د هغه په وينا، تر هغې چې د نشه ‌يي توکو له لويو نړيوالو قاچاقبرانو سره مبارزه ونشي، د هغوى مالي سرچينې او د پيسو جريان بند نشي، يوازې په افغانستان کې له نشه‌ يي توکو سره مبارزه دا ستونزه نشي حلولى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA