ads

اروزګان كې د خنجر ۷ په نوم عمليات دوام لري

په اروزګان ولايت كې د امنيتي ځواكونو د خنجر اووه په نوم عمليات دوام لري.
امنيتي چارواكي وايي، چې دغه عمليات يې پرون سهار پيل كړي او تراوسه يې يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې كړې دي.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
اروزګان كې د خنجر ۷ په نوم عمليات دوام لري

په اروزګان ولايت كې د امنيتي ځواكونو د خنجر اووه په نوم عمليات دوام لري.
امنيتي چارواكي وايي، چې دغه عمليات يې پرون سهار پيل كړي او تراوسه يې يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې كړې دي.
د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي كليد ته وويل، عمليات يې له شاه منصور غونډۍ څخه پيل كړل، چې تراوسه يې ځينې كلي له وسله والو طالبانو نيولي او اوس په كې امنيتي ځواكونه حاكم دي.
هغه زياته كړه، چې د عملياتو په ترڅ کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يې نه ده معلومه.
د صديقي په وينا، په عملياتو کې تر دې مهاله بهرنيو ځواکونو برخه نه ده اخيستې.
امنيتي چارواكي وايي، د خنجر اووه په نوم عملياتو كې يې دومره پرمختګ كړى، چې دوى يې فكر هم نه و كړى.
د دوى په خبره، د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پوليسو د ۴۰۴ زون قوماندان اروزګان ته تللى و او طالبانو ته يې ګواښ وكړ، ټولې هغه سيمې به ترې ونيسي، چې له تېرو لسو مياشتو راهيسې د امنيتي ځواکونو له ولکې وتلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA