ads

غني: په اصلاحاتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو

افغان حكومت وايي، په امنيتي او نورو برخو كې يې پراخ اصلاحات رامنځته كړي او ملګي ملتونه هم د افغان حكومت د دغه اصلاحاتو ستاينه كوي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
غني: په اصلاحاتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو
Afghanistan's new President Ashraf Ghani Ahmadzai speaks during his inauguration as president in Kabul September 29, 2014. Afghanistan inaugurated its first new president in a decade on Monday, swearing in technocrat Ashraf Ghani to head a power-sharing government just as the withdrawal of most foreign troops presents a crucial test. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

افغان حكومت وايي، په امنيتي او نورو برخو كې يې پراخ اصلاحات رامنځته كړي او ملګي ملتونه هم د افغان حكومت د دغه اصلاحاتو ستاينه كوي.
د يكشنبې په ورځ په كابل كې د افغان حكومت او نړيوالو مرسته كوونكو هېوادونو د استازو ترمنځ د څارنې او انسجام د كمېټې غونډه جوړه شوه، ياده غونډه په بروكسل كې د افغان حكومت د ژمنو د ارزولو لپاره جوړه شوې وه.
په دغه غونډه كې جمهوررئيس محمداشرف غني وويل، افغان حكومت په پوځي، عدلي او قضايي او قراردادونو په برخو كې يې پراخ اصلاحات رامنځته كړي او په وينا يې د دې ترڅنګ يې د سولې د ټينګښت، د كاري زمينو د رامنځته كولو، عدالت د پلي كولو، له فساد سره د مبارزې، قانون د حاكميت او داسې نورو برخو كې هم د پام وړ پرمختګونه كړي دي((د كابل د خلكو د غوښتنې سره سم په امنيتي ادارو كې اصلاحات او د كاري زمينې بيړنۍ ټولګه به هم په راتلونكو اوونيو كې رامنځته شي. په ټول هېواد كې خلك ثبات غواړي او غواړي چې دولت جوړ شي، ملت جوړ شي، ماركېټ جوړ شي او سوله رامنځته شي. ډېرى افغان غواړي چې داسې يو دولت رامنځته شي چې له قانوني حقونو څخه يې دفاع وكړي او عدالت پلى كړي. اداري فساد، بده حكومتولي، معافيت او غبرګون ښوودونكي سياستونه ټول هغه لوى خنډونه دي چې د هېوادوالو د خوښې د حكومت د رامنځته كېدو پر وړاندې پراته دي. اصلاحات يوه بديله لاره نه بلكې يوه اړتيا ده او كه موږ جامع اصلاحات رامنځته نه كړو نو هم به د افغانانو او هم به د نړيوالو زغم پاى ته ورسيږي.))
جمهوررئيس غني په ورته وخت كې په سوله هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د ملي يوالي حكومت سولې ته ژمن دى، خو په طالبانو يې هم غږ وكړ چې يا دې سوله وكړي او يا به د نړيوالې ټولنې له خوا د تروريستي ډلو په نوملړ كې شامليږي((د ملي يوالي حكومت د خپل كار له پيل څخه سولې ته ژمن دى، موږ خپل ژوند او ټولې سرچينې د دې لپاره وقف كړې چې سوله راشي، خو له پاكستان سره د اړيكو په ټينګولو تر اوسه موږ نه يو توانېدلي. موږ سولې ته ژمن يو، خو نړيواله ټولنه بايد په دې هم وپوهيږي چې د دې اوسني وضعيت او د دغه تخريباتو لپاره نور د افغانانو زغم تقريبا پاى ته رسېدلى دى. د طالبانو ډلې بايد په دې وپوهيږي چې وخت د دوى په طرف نه دى، دوى يا بايد له سولې سره يو ځاى شي او يا به نړيواله ټولنه هغوى په تروريستي ډلو كې شامل كړي.))
جمهوررئيس په ورته وخت كې د كابل خلكو ته ډاډ وركړ او زياته يې كړه چې د كابل امنيت يې په لومړيتوبونو كې دى خو نوموړي له كابليانو شپږ مياشتې وخت وغوښت ترڅو د كابل د امنيت د ټينګښت لپاره نوي تدابير عملي او د كابل امنيت ټينګ كړي((زه د كابل خلكو ته وايم چې ستاسې امنيت زموږ په كاري لومړيتوبونو كې دى، موږ لا له وړاندې امنيتي اقدامات ترلاسه لاندې لرو، په راتلونكو اوونيو كې به د ښار امنيت ټينګ كړو، پلټنې او تلاشۍ به ډيرې كړو او د ترافيكو كنترول به زيات كړو د دې لپاره چې څارنه ډيره شي او مخالفين ونه شي كولى چې كابل ښار ته راشي، د دې ترڅنګ به د هغه امنيتي ځواكونو چې په كابل كې دندې لري هم روزنه زياته كړو. زه د كابل له خلكو غواړم چې موږ ته شپږ مياشتې وخت راكړي ترڅو امنيت ټينګ كړو خو په لومړيو كې به ستونزې شتون ولري.))
په ياده غونډه كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو د افغان حكومت لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل چې خلك بايد وپوهيږي چې كومې چارې ترسره شوې دي.
هغه زياته كړه چې خلك بايد په دې هم ډاډه شي چې د ننګونو پر وړاندې پرمختګ شونى دى((جدي ننګونې شته دي، خو حكومت مهم، پېچلې او له ننګونو ډك اصلاحات رامنځته كړي دي. دا لاسته راوړنې هم په تالار كې د ننه او هم باندې د درناوي وړ دي، خلك بايد وپوهيږي چې كوم كارونه ترسره شوي او هغوى بايد پوه شي چې د ټولو ننګونو پروړاندې پرمختګ شونى دى. نن موږ غواړو له دې ډير كار وكړو، نن بايد د بيانيو د وركولو پرځاى سره خبرې اترې وكړو او موږ يوه لويه اجنډا لرو چې بايد په روڼتيا، د خدمتونو په وړاندې كولو او د خصوصي سكتور په وده خبرې وكړو.))
خو د چارو يو شمېر شنونكي بيا وايي چې اصلاحات يوازې د حكومتي مشرانو شعار ګرځېدلى او په عمل كې په هغه كچه نه دي لكه چې دوى يې په خپلو خبرو كې بيانوي.
دغه د چارو شنونكي له حكومت څخه غواړي چې خپلو ژمنو او څرګندونو ته دې عملي بڼه وركړي ترڅو افغانستان له روان كړكيچ څخه ووځي.
د مدني ټولنې غړى او د سياسي چارو شنونكى احمدذكي وايي، په هېواد كې ستونزې تر دې بريده زياتې دي چې له حكومت څخه دخلكو نارضايتي له اتيا سلنې لوړه شوې ده(( هېواد کې مو ستونزې دومره ډېرې دي، چې حتا دغه نارضايتي ۸۰ سلنه لوړه شوې ده))
نړيوالو د تېر ۲۰۱۶ م كال په اكټوبر مياشت كې د بروكسل په غونډه كې له افغان حكومت سره په بېلابېلو برخو كې د اصلاحاتو د راوستو په شرط د مرستو ژمنه وكړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA