ads

پکتیکا کې د نشه يي توکو کاروونکي او قاچاقبر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي

د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي توکو کاروونکي او کاروباریان ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
بل پلو د پکتیکا ولایت ولسونه وايي، چې دولت تر اوسه د مخدره موادو په مخنیوي کې پاتې راغلی او خپله د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځینې کسان روږدي دي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
پکتیکا کې د نشه يي توکو کاروونکي او قاچاقبر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي

د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي توکو کاروونکي او کاروباریان ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
بل پلو د پکتیکا ولایت ولسونه وايي، چې دولت تر اوسه د مخدره موادو په مخنیوي کې پاتې راغلی او خپله د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځینې کسان روږدي دي.
دغه څرګندونې د یک شنبې په ورځ په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ریاست له لوري د نشه یي توکو پرضد د نړیوالې ورځې د نمانځلو په موخه په جوړه شوې غونډه کې وشوې.
که څه هم په پکتیکا ولایت کې د نشه يي موادو کرکېله نشته، خو په دې وروستیو کې یې کاروونکي او پلورونکي ورځ تر بلي زیاتېږي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدحسین وايي، چې د نشه يي توکو پر ضد کار کوونکې ادارې دې د هغو خلکو مخه ونیسي چې دې ولایت ته مخدره توکي راوړي او نور پکتیکاوال پرې اخته کوي.
بل پلو د پکتیکا ولایت مدني فعالان بیا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د روږدو کسانو د شتون خبره کوي او وايي، چې په امنیتي لیکو کې ډېری کسان د چرسو، پوډرو، شرابو او اپینو پر نشو روږدي دي.
مدني فعال یعقوب خان منظور او اسماعیل نصرت په دې اړه وویل، تر څو چې امنیتي لیکې له روږدو پاکې نه شي، ټولنه له دې بدې پدیدې نجات نه شي موندلای.
دوی په پکتیکا کې د ځوانانو بې کاري او د نشه يي توکو د کاروونکو او پلورونکو پر وړاندې د دولت بې غوري دوه لوی او مهم لاملونه بولي چې له امله یې په زیات شمېر ځوانان او آن ښځې پر مخدره توکو روږدې شوې دي.
په ورته مهال د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي، چې په دې ولایت کې د نشه یي توکو کرکېله نشته، خو د ګاوندي هېواد پاکستان په قبایلي سیمو کې یې د تولید فابریکې دي، چې قاچاقبران یې له هغه ځایه پکتیکا او د افغانستان نورو جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو ته راانتقالوي.
دیني علما او روغتیايي کارکوونکي هم نشه يي توکي د انسان لپاره د دنیا او اخرت په زیان بولي او وايي چې په زیات شمېرکې د مخدره موادو کاروونکي پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د نشه يي توکو کاروونکي او کاروباریان خورا زیات شوي چې له امله یې ګراف لا هم مخ پر لوړېدو دی، خو د دې ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې ریاست او امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA