ads

هلمند كې ټرافيكي پېښې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په هلمند ولايت كې د ټرافيكي پېښې له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ګرشك ولسوالۍ په يخچال سيمه كې د يو موټرسايكل او ۳۰۳ ډوله موټر د ټكر په ترڅ كې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396

د نوموړي په وينا، په دې پېښه كې پر موټرسايكل سپاره يو سړى او يوه ښځه وژل شوي او يوه بله ښځه ټپي شوې ده.
ځواك زياته كړه، چې موټر چلوونکى په تېښته بريالى شوى دى.
د يادولو ده، چې په ياده سيمه کې څه موده مخکې د ۳۰۳ موټر د چپه کېدو پېښه کې هم يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA