ads

هرات کې ۳ تنه د غلا او قتل په تور نيول شوي

د هرات امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په یاد ولایت کې یو کس د قتل او دوه کسان د یوه ټکسي ډوله موټر د غلا په تور نیولي دي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
هرات کې ۳ تنه د غلا او قتل په تور نيول شوي

د هرات امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په یاد ولایت کې یو کس د قتل او دوه کسان د یوه ټکسي ډوله موټر د غلا په تور نیولي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، یاد دوه غله کسان هغه مهال د پولیسو له لوري نیول شوي، چې یوه ټکسي ډوله موټر او یو موټرسایکل یې غلا کړي وو او د کهسان ولسوالۍ په لور روان وو.
د ولیزاده په خبره، یاد کسان د هرات د انجیل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي او د یاد ولایت د اسلام قعله ښار ګوتي څېرمه د چاه ګمبد په کلي کې نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي، چې یو کس د خپل مېرمنې د وژلو په تور د یاد ولایت په انجیل ولسوالۍ کۍ نیول شوی دی.
د ولیزاده په خبره، یاد کس د شینډنډ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، چې تېره ورځ يې خپله ۱۸ کلنه مېرمنه د هرات ولایت د مالان سيمه کې په ډزو وژلې.
ولیزاده وایي، چې د یاد کسه څېړنې پیل شوې دي تر څو د یادې پېښې اصلي علت په ډاګه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA