ads

لغمان كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوی

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، قرغيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد او د مركز اړوند سيمه كې د يوې نښتې په مهال درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
لغمان كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوی

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، قرغيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد او د مركز اړوند سيمه كې د يوې نښتې په مهال درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، تېره شپه د قرغيو ولسوالۍ اړوند د امبيړ په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر يوه قوماندان هوايي بريد شوى، چې په ترڅ كې يې مشهور طالب قوماندان زېړګل او د هغه يو ملګرى نعيم وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، د اليشنګ په استقامت د مرکز اړوند د درې سرو په سيمه کې د پوليسو په يو کمين کې يو تن مخالف وسله وال سخت ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA