ads

د کاپیسا په مرکز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ تنه نیول شوي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو پنځلس تنه نیولي دي، چې د یو شمېر کسانو سره وسلې هم نیول شوې دي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
د کاپیسا په مرکز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ تنه نیول شوي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو پنځلس تنه نیولي دي، چې د یو شمېر کسانو سره وسلې هم نیول شوې دي.
د کاپیسا امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي کلید ته وویل له اختر نه را په دې خوا د کاپیسا د مرکز اوسېدونکو د غلو له شتونه سر ټکاوه او په دې اړه یې څو ځلې شکایتونه کړي وو.
د نوموړي په وینا نیول شوي کسان د کاپیسا د مرکز اول کوهستان او د دویم کوهستان اوسېدونکي دي، چې دوی د شپې له خوا په لویو لارو او یو شمېر کورونو کې غلاوې کولې او په سیمه کې یې جنايي پېښې رامنځته کولې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کالونو کې د کاپیسا په دویم کوهستان کې د نورو ولسوالیو په پرتله د غلو او د جنايي پېښو ګراف لوړ و، خو اوسمهال د مرکز اوسېدونکي هم په دې اړه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA