ads

د ملي يووالي حكومت بېلابېلو برخو كې پراخ اصلاحات رامنځته کوي

افغان حكومت وايي، په امنيتي او نورو برخو كې يې پراخ اصلاحات رامنځته كړي، چې ملګري ملتونه يې ستاينه كوي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
د ملي يووالي حكومت بېلابېلو برخو كې پراخ اصلاحات رامنځته کوي
Afghanistan's new President Ashraf Ghani Ahmadzai speaks during his inauguration as president in Kabul September 29, 2014. Afghanistan inaugurated its first new president in a decade on Monday, swearing in technocrat Ashraf Ghani to head a power-sharing government just as the withdrawal of most foreign troops presents a crucial test. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

افغان حكومت وايي، په امنيتي او نورو برخو كې يې پراخ اصلاحات رامنځته كړي، چې ملګري ملتونه يې ستاينه كوي.
په كابل كې نن د افغان حكومت او نړيوالو مرسته كوونكو هېوادونو د استازو ترمنځ د څارنې او انسجام د كمېټې غونډه جوړه شوه.
ياده غونډه په بروكسل كې د افغان حكومت د ژمنو د ارزولو لپاره جوړه شوې وه.
په دغه غونډه كې جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل، د ملي يووالي حكومت په پوځي، عدلي او قضايي او قراردادونو برخو كې پراخ اصلاحات رامنځته كړي او په وينا يې، د دې ترڅنګ يې د سولې ټينګښت، كاري زمينو رامنځته كولو، عدالت پلي كولو، فساد سره مبارزې، د قانون حاكميت او داسې نورو برخو كې هم د پام وړ پرمختګونه كړي دي.
نړيوالو د تېر ۲۰۱۶ م كال په اكټوبر مياشت كې د بروكسل په غونډه كې له افغان حكومت سره په بېلابېلو برخو كې د اصلاحاتو راوستو په شرط د مرستو ژمنه وكړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA