ads

ننګرهار كې ۲۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په هسکې مېنې او غني خېلو ولسواليو کې د هوايي بريدونو له كبله ۲۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
17 چنګاښ 1396
ننګرهار كې ۲۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په هسکې مېنې او غني خېلو ولسواليو کې د هوايي بريدونو له كبله ۲۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي سيمه کې نن سهار وختي د يوه هوايي بريد له كبله د هجرت الله افريدي د ډلې درې طالب وسله وال وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA