د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ د يوه قومي مشر پر موټر د چاودنې له كبله څلور تنه ټپيان شوي دي.
د ښېوې ولسوال سيد عاشق الله سادات کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د يادې ولسوالۍ د سيد جمال الدين ښوونځي مخې ته د ملک عبدالروف موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې په خپله ملک عبدالروف او درې نور كسان ټپيان كړي دي.
نوموړي زياته كړه، سيمې ته يې پوليس لېږلي، ترڅو ياده پېښه په هر اړخيزه توګه وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
بل لور ته بيا له سيمې يو شمېر عيني شاهدانو کليد ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وويل، چې تر چاودنې وروسته يې څو تنه ټپيان په بد حالت كې ليدلي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


