ads

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لندن کې خپله لومړۍ تمريناتي سيالي وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لندن کې خپله لومړۍ تمريناتي سيالي د “انډين جيمخانه” کرکټ کلب په وړاندې په بريا سره پاى ته ورسوله‌.

نویسنده: sarwan
17 چنګاښ 1396
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لندن کې خپله لومړۍ تمريناتي سيالي وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لندن کې خپله لومړۍ تمريناتي سيالي د “انډين جيمخانه” کرکټ کلب په وړاندې په بريا سره پاى ته ورسوله‌.
د لوبې په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل، چې په رسمي سفر بريتانيا ته تللى، د ملي لوبډلې د هڅونې لپاره لوبغالي ته لاړ‌.
د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، چې مشعل او ملي لوبغاړي د بريتانيا مېشتو افغانانو له تود هرکلي سره مخ ‌شول.
د سرچينې په وينا، لوبغالي ته راغلو افغانانو مشعل ته د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب مبارکي وويله او ډاډ يې ورکړ، چې روانه اونۍ به ګڼ شمېر لارډز لوبغالي ته ورشي، ترڅو د اېم سي سي په وړاندې خپله ملي لوبډله وهڅوي.
ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د راتلونكې سې شنبې په ورځ د لندن په لارډز لوبغالي كې د نړۍ له غوره يوولس کسيزې لوبډله سره يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA