ads

د ۴۰۴ ميوند زون قومندان په اروزګان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه

د جنوب د ۴۰۴ ميوند زون لوړپوړو امنيتي چارواکو د اروزګان ولايت امنيتي وضعيت و ارزاوه او په دغه ولايت کې يې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 چنګاښ 1396
د ۴۰۴ ميوند زون قومندان په اروزګان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه

د جنوب د ۴۰۴ ميوند زون لوړپوړو امنيتي چارواکو د اروزګان ولايت امنيتي وضعيت و ارزاوه او په دغه ولايت کې يې د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه.
د۴۰۴ ميوند زون قوماندان عبدالنبي الهام پرون اروزګان ته لاړ، هلته يې د اروزګان د امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي په ملتيا د جګړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه او له سرتېرو سره يې خبرې وکړې.
د ۴۰۴ زون قومندان پوليس پياوړي، اتلان او د هېواد وياړ وبلل.
الهام د پوليسو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د دې ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
نوموړي د اروزګان هغو پوليسو ته چې له ځانه يې زړورتيا ښودلې وه، د نغدي ډاليو تر څنګ ستاينليکونه ورکړل.
د يادولو ده چې په تېرو څو کلونو کې په اروزګان ولايت کې هم ناامنۍ ډېرې شوې دي او يو ځل خو د حکومت وسله وال مخالفين د دغه ولايت تر مرکز هم رسېدلي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA