ads

چارواكي: په وردکو ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه تر ټولو ولايتونو ټيټه ده

د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه تر بل هر ولايت ټيټه ده.

نویسنده: sarwan
15 چنګاښ 1396
چارواكي: په وردکو ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه تر ټولو ولايتونو ټيټه ده

د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه تر بل هر ولايت ټيټه ده.
د وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت په مركز ميدان ښار كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي غونډه جوړه شوه، چې په كې ولايتي چارواكو، مدني فعالينو او د يوناما استازو ګډون كړى وو.
سرچينې د دغه ولايت د سكتوري خدمتونو د رييس غزني ګل ځاځي له قوله ويلي چې د وردګو ولايت يوازينى ولايت دى، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لږ شمېر پېښې په كې رامنځته كېږي او په وينا يې هغه هم په كليو او كورنيو كې حل كېږي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د دغه ولايت بېلابېلو رياستونو په اړوندو برخو كې د ښځو لپاره د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې كړ او په دې اړه شته ستونزې يې له ولايتي چارواكو سره شريكې كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA