ads

د هرات ښاروالۍ له حسابه ۲۰ ميليونه افغانۍ په غيرقانوني توګه ايستل شوي

د هرات ښاروالۍ سرپرست ادعا كوي، چې شل ميليونه افغانۍ د دغه ولايت د پخواني ښاروال فرهاد نيايش په لاسليك چې اوسمهال يې دنده ځنډول شوې، د دغه ادارې له حسابه ايستل شوې دي، خو نيايش ويلي، چې لاسليك يې جعلي دى.

نویسنده: sarwan
15 چنګاښ 1396
د هرات ښاروالۍ له حسابه ۲۰ ميليونه افغانۍ په غيرقانوني توګه ايستل شوي

د هرات ښاروالۍ سرپرست ادعا كوي، چې شل ميليونه افغانۍ د دغه ولايت د پخواني ښاروال فرهاد نيايش په لاسليك چې اوسمهال يې دنده ځنډول شوې، د دغه ادارې له حسابه ايستل شوې دي، خو نيايش ويلي، چې لاسليك يې جعلي دى.
د هرات ښاروالۍ سرپرست غلام غوث نېكبين په هرات كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د ښاروالۍ له حسابه د شل ميليونه افغانيو د ايستلو قضيه تثبيت شوې او د څېړنو لپاره يې يو پلاوى هم ګمارل شوى دى.
نېكبين وايي، د ښاروالۍ د سرپرست په توګه د نوموړي له ټاكل كېدو دوه اونۍ وړاندې دغه پيسې د ښاروالۍ له حساب څخه د پخواني ښاروال په لاسليك ايستل شوې دي.
هغه ډاډ وركړ، چې په دې اړه څېړنې دوام لري او پايلې به يې وروسته له رسنيو سره شريكې شي.
خو د هرات پخوانى ښاروال فرهاد نيايش په دې قضيه كې خپل لاس لرل ردوي او وايي، چې لاسليك يې جعلي دى اوله حكومت څخه غواړي چې ياده موضوع دې په رڼه او جدي توګه تعقيب كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA