د هرات د اوبې ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ كې ماين چاودنې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون درې تنه سرتېري ټپيان كړي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، چې دغه چاودېدونكي توكي د اوبې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ننه په يوه ګلدان كې ځاى پرځاى شوي وو، چې نن له غرمې مخكې شاوخوا لس بجې يې چاودنه وكړه.
وليزاده زياتوي، چې په دې پېښه كې د يادې ولسوالۍ امنيې قوماندان شېراغا الكوزى او دوه تنه سرتېري ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال ده، چې ځينو رسنيو په ياده پېښه كې د يو تن د وژل كېدو او اتو تنو نورو د ټپي كېدو خبر وركړى دى، خو د هرات امنيې قوماندانۍ دغه خبر ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


