نن سهار د لغمان د عامې روغتيا په رئيس ناپېژاندو وسله والو بريد وكړ، چې په پايله كې يې نوموړى ټپي شوى دى.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالطيف قيومي د عامې روغتيا د روغتون مخې ته دوه تنو ناپېژاندو وسله والو چې په موټرسايکل سپاره وو، ويشتلى دى.
د خبر پاڼې په خوله، عبدالطيف قيومي اوس مهال ټپي دى او درملنې لپاره ننګرهار ته لېږدول شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې پوليس د پېښې د دقيقې څېړنې او پلټنې لپاره سيمې ته رسېدلي او د عاملينو په نيولو پسې يې هڅې پيل کړې دي.
خو د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


