د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، له يوه بهرني مشخص ادرس څخه د هېواد په شمال كې د وسلو د وېشلو لړۍ يو ځل بيا پيل شوې ده.
نوموړي چې د پنجشنبې په ورځ يې په يوه خبري غونډه كې خبرې كولې په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې كړې او زياته يې كړه، چې دغه له بهر څخه د وسلو د راوړلو او د هېواد په شمال كې د هغه د وېشلو لړۍ پخوانۍ سابقه لري او په وينا يې ياده لړۍ اوسمهال بيا پيل شوې ده.
نوموړى وايي، دولت په دې اړه معلومات لري او ترې غوښتنه كوي چې په دې اړه دې جدي اقدام وكړي او د يادو وسلو د وېشلو مخه دې ونيسي.
غوښتل مو چې د حكومت نظر هم واخلو خو هغوى په دې اړه له څه ويلو ډ ډه وكړه.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې د ملي شورا د يوشمېر غړو له خوا په شمال كې د وسلو د وېشلو په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې خو بيا يې په اړه چا كوم اقدام ونه كړ.


