ads

حكمتيار: موږ د حكومت ملاتړ نه، بلكې يوازې د ثبات ملاتړ كوو

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، دوى نه د نظام، نه هم د ملي يوالي د حكومت او نه هم په حكومت كې د شاملو ډلو ټپلو ملاتړ كوي، بلكې په وينا يې دوى يوازې د هغه چا ملاتړ كوي چې د جګړې پاى ته رسولو او د سولې راتګ لپاره كار كوي.

نویسنده: sarwan
15 چنګاښ 1396

حكمتيار چې نن يې په يوه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، دوى نه په دولت كې ونډه لري او نه هم ورته لېوالتيا لري، چې په دولت كې ورته ونډه وركړل شي، خو يوازې د سولې او ثبات لپاره له دولت سره صادقانه ملګرتيا كوي.
د حزب اسلامي مشر په ورته وخت كې زياته كړه، چې په دې اړه غلط تعبير شوى، چې ګنې حزب اسلامي خپلې وسلې حكومت ته نه سپاري، حكمتيار وايي، د حزب اسلامي د وسلو د تسليمولو لپاره يو كمېسيون ګمارل شوى او د هغه د پرېكړې سره سم به وسلې وسپاري خو په وينا يې اوسمهال دولت داسې پرېكړه كړې، چې يوازې د حزب اسلامي نه بلكې ټول مجاهدين دې په خپلو وسلو د خپلو سيمو امنيت تر هغه وساتي ترڅو چې دولت د امنيت په ټينګښت نه وي توانېدلى.
دا په داسې حال كې ده چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سيمو كې خلك له خپلو او غيرمسووله وسله والو له ډېرو سرټكوي او وايي، چې دغه غيرمسووله وسله وال تر ډېره په جنايي پېښو او ناامنيو كې لاس لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA