جمهوررئيس محمداشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د كاسا زر پروژې د ګډونوالو هېوادونو په دويمه څلور اړخيزه ناسته كې د ګډون په موخه په يو ورځني سفر تاجكستان ته ولاړ.
له جمهوري رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې جمهور رئيس به د يادې غونډې په څنډه كې د تاجكستان له جمهور رئيس امام علي رحمان سره د دوه اړخيزو اړيكو په لا پياوړتيا هم خبرې اترې وكړي.
جمهور رئيس به د همدې سفر پرمهال د افغانستان، تاجكستان او پاكستان د مشرانو په درې اړخيزه غونډه كې هم ګډون وكړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ جمهور رئيس غني به د خپل يو ورځني سفر په ترڅ كې د تاجكستان د كرنيزو محصولاتو او خوراكي توكو له نندارتون څخه هم ليدنه وكړي.
له جمهور رئيس غني سره په دغه سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، په زېربنايي چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي، د منځنۍ اسيا په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړيکو او ستراتيژيکو ارتباطاتو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار شاهزمان ميوندي هم ملتيا کوي.
د كاسا زر پروژه تېر كال پرانيستل شوه، د دغه پروژې ټول لګښت يو زر او يو اعشاريه ۱۷ ميليونه ډالره دى.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د منځنۍاسيا ۱۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې جنوبي اسيا ته ولېږدول شي.


