ads

ننګرهار كې د كانكور ازموينې لړۍ پیل شوه

په ننګرهار ولايت كې نن د كانكور ازموينه پيلېږي او څلور ورځې به دوام وكړي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل تېره ورځ له والي محمد ګلاب منګل سره د ناستې په مهال وويل، چې د اتلس سوه نجونو په ګډون د دولسم ټولګي اتلس زره فارغانو ته د کانکور کارتونه وېشل شوي او بايوميټريک شوي دي.

نویسنده: sarwan
14 چنګاښ 1396

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مياخېل له قوله راغلي، چې د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې ورځو کې به د دولسم ټولګي له ياد شمېر فارغانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې کمېټې مرستيال روضت الله وويل، چې په سږني کانکور کې د شفافيت په هدف بدلونونه رامنځته شوي او د ازموينې هر ګډونوال ته د پوښتنو ځانګړې پاڼه جوړه شوې ده.
د هغه په خبره، سږ کال په ټول هېواد کې ۲۶۰ زره کسانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، چې ۵۳ زره به ترې لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته جذب شي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کانکور ازموينې پر شفافيت ټينګار او ګواښ يې وکړ، هر هغه څوک، چې د ازموينې په مهال غير قانوني کړنه ترسره کړي، قانوني چلند سره به مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA