ولسي جرګه وايي، امريكا بايد افغانانو، د افغانستان حكومت او قانون ته درناوى وكړي او په وينا يې د افغانانو له مشورې پرته دغه هېواد ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه څرګندونې ونه كړي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو افغانستان ته د اضافي امريكايي سرتېرو لېږل روانې جګړې ته لمن وبلل او زياته يې كړه، چې اوسمهال په افغانستان كې نورو بهرنيو سرتېرو ته اړتيا نه شته او د دې پرځاى دې امريكا او نړيوال افغان ځواكونه پياوړي كړي.
په دې اړه د ولسي جرګې د غړو د څرګندونو له اورېدو وروسته د جرګې لومړي مرستيال همايون همايون وويل، امريكا دې داسې كار نه كوي چې په راتلونكې كې د افغانستان لپاره ستونزې نورې هم زياتې كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكو ورځو كې د افغانستان لپاره امريكا خپله نوې تګلاره هم اعلان كړي، چې د امريكايي چارواكو په خبره په دغه تګلاره كې به افغانستان ته د څو زرو تازه دمو سرتېرو لېږل هم شامل وي.


