د هرات د زراعت رياست چارواکي وايي، ۱۰۹جريبه ځمکه يې د غاصبينو له منګولو ژغورلې ده.
د هرات ولايت د زراعت رياست مشر عبدالصبور رحماني کليد ته وويل، چې ياده ځمکه د ښاروالۍ د ۸ مې او ۱۱مې ناحيو اوړند سيمو کې موقيعت لري، چې له ۵ کالو راپه دې خوا د زور واکو لخوا نيول شوې وه.
د رحماني په وينا يا ده ځمکه ۳۲ ميليونه ډالره ارزښت لري او د يادې قضيې د څېړلو لپاره يې يو هيات ټاکلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې سلګونه جريبه ځمکه چې کالونه وړاندې زور واکو غصب کړې وه، بېرته ونيول شوه.


