د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله هم په هېواد کې شته چاپخونې د دې وزارت د اړتيا وړ کتابونه، چې په معيارونو برابر وي، نه شي چاپولى.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس محمد کبير حقمل په دې اړه كليد ته وويل، چې سږ کال له ۴۹ تر ۵۶ ميليونه کتابونو ته اړتيا لري او د يادو کتابونو د چاپ قرارداد به هغو کمپنيو ته ورکړي، چې دوى ته په ټيټه بيه او لوړ کيفيت د کتابونو د چاپ وړانديز وکړي.
بلخوا بيا د چاپ صنعت ټولنې مرستيال اجمل عازم، د پوهنې وزارت د چارواکو په خلاف خبره کوي او وايي، افغان چاپخونې د دې وړتيا لري، چې د دغه وزارت اړوند ټول كتابونه چاپ کړي.
دا مهال په هېواد كې شاوخوا ۱۵۰ چاپخونې موجودې دي، چې ۱۲۰ يې فعالې او پاتې نورې غير فعالې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


