ads

د مهترلام ـ سرخکانو په لويه لار موټر چپه کيدو دوه تنه وژلي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د مهترلام ـ سرخکانو په لويه لاره د يوه موټر د چپه کېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
14 چنګاښ 1396
د مهترلام ـ سرخکانو په لويه لار موټر چپه کيدو دوه تنه وژلي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د مهترلام ـ سرخکانو په لويه لاره د يوه موټر د چپه کېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې يو کرولا ډوله موټر چې له سورليو ډک و، د مهترلام ــ سرخکانو په لويه لاره له سرکه اوښتې چې پرمهال يې يو نارينه او د هغه مېرمن وژل شوي او يو بل تن ټپي شوی دی.
نوموړي د يادې پېښې د ترسره کېدو لامل هم د موټر چلوونکي بې احتياطي په ګوته کړه.
په هېواد کې ډېره کله د سرکونو تنګوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ورته پېښې رامنځ ته کېږي، چې پرمهال يې لسګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA