ads

د كاپيسا په تاريخي سيمو كې جوړ شوي كورونه ړنګېږي

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، دوى د دې ولايت په مرکز کې د تاريخي اثارو د ساتنې او څارنې په هدف يوه کمېټه جوړه کړې، چې بېلابېلې ادارې په کې ګډون لري.

نویسنده: sarwan
14 چنګاښ 1396
د كاپيسا په تاريخي سيمو كې جوړ شوي كورونه ړنګېږي

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، دوى د دې ولايت په مرکز کې د تاريخي اثارو د ساتنې او څارنې په هدف يوه کمېټه جوړه کړې، چې بېلابېلې ادارې په کې ګډون لري.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، اوسمهال دوى د کمېټې د پرېکړې پر بنسټ يو کمپيان پيل کړى، ټول هغه کورونه ړنګوي، چې د کاپيسا په تاريخي سيمو کې د زورواکو او د سيمې د نورو وګړو له خوا په خپل سر جوړ شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر دې دمه يې يو شمېر هغه کورونه، چې د کاپيسا د اول کوهستان، دويم کوهستان او د مرکز په سيمو کې جوړ شوي، وران کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې کاپيسا د کنشکا پاچا د اوړي پايتخت و، چې ډېر تاريخي اثار په خپله لمن کې لري او د کال په ټولو موسمونو کې ګڼ شمېر کسان له دې ولايت څخه ليدنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA