ads

جمهوري رياست: هېڅوک حق نه‎ لري په دې هېواد کې د زېربينايي پروژو خنډ شي

د افغانستان جمهوري رياست وايي، تر اوسه افغانستان نه و توانېدلی چې له خپلو طبيعي زېرمو په ځانګړې توګه له اوبو څخه ګټه واخلي، خو اوس يې هوډ کړی چې دغه کار به حتمن کوي.

نویسنده: sarwan
14 چنګاښ 1396
جمهوري رياست: هېڅوک حق نه‎ لري په دې هېواد کې د زېربينايي پروژو خنډ شي

د افغانستان جمهوري رياست وايي، تر اوسه افغانستان نه و توانېدلی چې له خپلو طبيعي زېرمو په ځانګړې توګه له اوبو څخه ګټه واخلي، خو اوس يې هوډ کړی چې دغه کار به حتمن کوي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند نجيب‎الله ازاد نن رسنيو ته وويل، هېڅوک حق نه‎ لري چې افغان حکومت له دې ډول پروګرامونو را وګرځوي او يا يې پر وړاندې خنډ وګرځي.
د ازاد په وينا همدا اوس د هېواد ۸۰ سلنه اوبه ګاونډيو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ته بهېږي.
افغان حکومت په دې وروستيو کې په هرات کې د سلما بند د جوړېدو چارې هم بشپړې کړې، په نيمروز په کمال خان او په فراه کې په بخش اباد بندونو کار روان دی او همدا شان په هلمند کې د كجكي بند د ترميم چارې هم جريان لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران جمهور رييس حسن روحاني تېره ورځ په تهران کې په يوه نړيوال کنفرانس کې وويل، د کمال خان، کجکي او سلما بندونو د جوړېدو پر وړاندې به بې تفاوته پاتې نه ‎شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA