د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر مازيګر په ارګ کې د وسله والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې غونډه کې د هېواد په ځانګړي ډول د بغلان، جوزجان، هرات او کندوز ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو ته د يادو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ښه والي په هدف لازمې لارښوونې وشوې.
غونډې هغه امنيتي ځواکونه، چې د کابل ښار د وړمې ورځې لاريون يې له امنيتي پلوه ښه مديريت کړى و، وستايل او اړوندو امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه، کومه تجربه او زدهکړه، چې له دغه مديريت نه ترلاسه شوې ده، بايد په کابل او ولايتونو کې په دې ته ورته احتمالي پېښو کې ورڅخه استفاده وشي.
همدارنګه غونډې د شمال په ځينو ولايتونو کې د تروريستي ډلو په ځانګړې توګه د داعش نويو تحرکاتو په اړه هم بحث او خبرې وکړې او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته د هغوى د ځپلو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


