د اروزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان د سولې پروسې سره يوځاى شوي دي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټى وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د خپلمنځي شخړو له کبله د درېيو قوماندانو په ګډون ۱۵ طالبانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او له جګړې يې لاس اخيستى دى.
د نوموړي په خبره، له دولت سره يوځاى شوو وسله والو طالبانو خپل يو قوماندان وژلى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په اروزګان ولايت كې ياد ۱۵ تنه طالبان داسې مهال د سولې بهير سره يوځاى کېږي، چې پر ولسواليو سربېره يې په مرکز ترينکوټ کې هم هره ورځ جګړې وي او حکومت ادعا کوي، چې طالبان يې له ماتې سره مخ کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


