د کندهار په میوند ولسوالۍ کې دوو ماین چاودنو څلور وسله وال او عام وګړي وژلي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، چې تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوې چاودنې شوې دي.
د دراني په خبره، لومړۍ چاودنه پر عامو وګړو شوې چې پر مهال یې دوه عام وګړي وژل شوي او دويمه چاودنه پر دوو وسله والو طالبانو شوې چې دواړه پکې وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې تېره شپه د کندهار ښار اړوند په نهمه امنیتي حوزه کې یو وسله وال نیول شوی چې د ورانکارو فعالیتونو نیت یې درلود.
بلخوا د ملي امنیت سرتېرو د عملیاتو پرمهال څلور وسله وال طالبان نیولي دي.
د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سرتېرو د خپلو عملیاتو پرمهال څلور تنه وسله وال طالبان، چې د کــنــدهـــار ښار په ګډون په دامان، شاولیکوټ، ژړۍ او پنجوائي ولسوالــیو کي يې وسلوال فعالیتونه کول، نیولي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي نیول سوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی، خو دا نه دي ویل سوي چي دغه کسان چیري او څه وخت نیول سوي.
وسله والو طالبانو دیادو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


