ads

د پورونو د نه ورکړې له کبله د ګردېز ښار برېښنا کمه شوې

د پکتیا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، په کافي ډول ورته برېښنا نه رسېږي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وایي له دې وړاندې دوی په ورځ کې تر اتلس ساعتونو پورې برېښنا درلوده، خو اوس دغه کچه ان لسو ساعتونو ته راکمه شوې ده. د ګردېز ښار اوسېدونکي ایوب جان په دې اړه کلید ته وویل: ((موږ ته په ګردېز ښار کې د اړتیا وړ برېښنا نه رسېږي، نه پوهېږم څنګه دومره کمه برېښنا هم تر موږ نه رارسېږي.))

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
د پورونو د نه ورکړې له کبله د ګردېز ښار برېښنا کمه شوې

د پکتیا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، په کافي ډول ورته برېښنا نه رسېږي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وایي له دې وړاندې دوی په ورځ کې تر اتلس ساعتونو پورې برېښنا درلوده، خو اوس دغه کچه ان لسو ساعتونو ته راکمه شوې ده. د ګردېز ښار اوسېدونکي ایوب جان په دې اړه کلید ته وویل: ((موږ ته په ګردېز ښار کې د اړتیا وړ برېښنا نه رسېږي، نه پوهېږم څنګه دومره کمه برېښنا هم تر موږ نه رارسېږي.))
ایوب وړاندې وایي، د برېښنا لوړه بیه بله هغه ستونزه ده چې خلک يې تر پوزې راوستي دي: ((فکر کوم په موږ باندې چې برېښنا په کومه بیه پلورل کېږي، د دې څخه به هېڅ لوړه بیه نه وي موجوده، غوښتنه مو داده چې برېښنا په مناسبه بیه راباندې وپلوري.))
د برېښنا شرکت مسوولین د سیمې د اوسېدونکو دغه ستونزې مني او وایي علت یې په لوړه کچه د دولتي ادارو پورونه دي چې په خپل وخت سره دوی ته نه رسېږي.
د پکتیا برېښنا شرکت ریيس اصف نیازي له کلید سره په خبرو کې وویل، د عامو پوروړو تر څنګ یې په پکتیا کې دولتي ادارې شاوخوا شل میلیونه افغانۍ پوروړې دي: ((په مجموع کې دولت هم پوروړی دی چې شل میلیونه افغانیو ته رسېږي، د عامو خلکو پورونه هم درېيو میلیونو ته رسېږي او دوه میليونه هم تجارتي ساحه ده چې په مجموع کې تر اووه ویشت ميلیونو پورې زموږ پورونه دي.))
د نوموړي په خبره دوی هر وخت دولتي ادارو ته د پورونو د تحویل په اړه مکتوبونه لېږلي، خو دوی ورته چندان پام نه کوي. اصف نیازي وویل، ډېر پوروړي یې نظامي او قضایي ادارې دي: ((موږ د دولت برېښنا نه شو قطع کولای او دوی هم څه ډول چې په کار ده هسې کړنې یې نه دي کړې. محبس، قول اردو، امنیه قومنداني،کابل بانک او محکمه مو عمده پوروړي دي.))
اصف نیازی وایي، د پورونو د نه ورکولو له کبله یې د برېښنا تولید کم کړی او د خلکو ستونزه پر ځای ده: ((عامو وګړو ته مو د ورځې تولید یو څه کم کړی دی. د دولتي ادارو او سوداګريزو سيمو برېښنا نورماله ده او په هغو کې هم تر یو ساعت پورې کمښت راغلی دی. اوس مو تېل کم شوي دي، له همدې کبله د خلکو برېښنا کمه شوې ده.))
نوموړی وایي، که یې پورونه په خپل وخت سره ادا شي، نو وبه کولای شي، په ډېر نيږدې راتلونکي کې د سيمې د اوسېدونکو دغه ستونزې هوارې کړي.
د پکتیا برېښنا شرکت چارواکي وايي، دغه ولایت ته د یوه اندازه وارداتي برېښنا د انتقال لپاره په ګردېز کې د سبسټېشن چارې بشپړې شوې او په لوګر کې یې کارونه يو څه ټکني دي، چې د ژمنې له مخې به تر وږي میاشتې پورې بشپړ شي او پکتیا به له یوه اندازه وارداتي برښنا هم برخمنه شي.
هېره دې نه وي، په يو شمېر هغو ولایتونو کې چې اوبيزه برېښنا نه لري او يا هم وارداتي برېښنا تر دې مهاله نه ده ور لېږدول شوې، د برېښنا شرکت له لوري ورته ډېزلي برېښنا فعاله شوې، خو د دغه شرکت په خبره، ستره ستونزه يې په دولتي ادارو او زورواکو د پورونو پاتې کېدل دي. د دغه شرکت د چارواکو په خبره، له همدې کبله بیا د بل ځل لپاره تېل نه شي اخیستلی او اړ دي چې په عامو خلکو برېښنا کمه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA