د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان ځواکونو د نښتې پرمهال پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه لس بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال یې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی په دې اړه څه نه وایي، چې یاده مرمۍ د وسله والو طالبانو او که د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې وه.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


